افغانستان کې سړه څپه؛ د مړو شویو شمېر ۱۰۴ تنو ته لوړ شوی

پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ساړه ژمي او بېوزلۍ ګډې څپې خلک ځپلي

حکومت وايي، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سړې هوا له لامله د مرګونو پېښو رپوټونه تر لاسه شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي “له بده مرغه د هوا سړېدو، سېلابونو اور لګېدنې او د ګاز نیولو له امله د مرغومي له ۲۰مې تر اوسه، په تخار، بدخشان، نیمروز، کندهار، لغمان، غزني، روزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، پکتیکا، بلخ، سمنګان، بامیان او هرات ولایتونو کې ۱۰۴ کسان شهیدان، ۵۰ هستوګنځي په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي.” ښاغلي رحیمي ویلي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې مرستې رسونې لپاره مالوماتي ډلګۍ استولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *