د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټيلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او ترهګرۍ ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.
چینایي رسنیو د سلواغې په ۲مه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو نوي وزیر قېن ګانګ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې اړیکه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو اتباعو او ادارو خونديتوب ته ارزښت او اهمیت ورکوي او له خپل افغان سیال یې غوښتي چې د دوی امنیت ته پاملرنه ډېره کړي.