ایران او ازبکستان افغانستان سره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل ازبکستاني سیال بختیار سعید اف سره په لېدنه کې د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د ‌دې لېدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی. خو سرپرست حکومت په افغانستان کې ثبات د سیمې لپاره مهم بولي او وایي، چې د سیمې او ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي. په ورته مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي منشي سره په دې لیدنه کې د سوله ییز، ټیکاو لرونکي افغانستان او د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *